د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتوالي په غبرګون کابل کې مظاهره وشوه

په جګړو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي په غبرګون په لسګونو افغان ځوانانو نن په کابل کې مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکي چې د وسله والو طالبانو پرضد یې شعارونه ورکول د طالبانو له لوري یې د ملکي وګړو وژنه وغندله او له افغان امنيتي ځواکونو یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

د یوناما په یوه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو راغلي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال کې په جنګ جګړو کې ۳۵۴۵ ملکي افغانان وژل شوي او ۷۴۵۷ تنه نور ټپیان شوي دي

په دغه راپور کې وړاندې راغلي چې ملکیانو ته ۱۷ په ۱۰۰ کې مرګ ژوبله د افغان امنيتي ځواکونو له خوا او ۶۲ په ۱۰۰کې مرګ ژوبله د وسله والو مخالفینو له لوري اوښتې ده.

یو شمېر مدني فعالانو د دې راپور په غبرګون کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو اصلي عاملین هغه مخالفې ډلې دي چې له پاکستانه مدیرت کېږي.

په ورته وخت کې افغان حکومت دغه راپور ناقص او طالبانو بیا یو اړخیز بللی دی.