چارواکي: په بدخشان او کندز کې ۳۲ وسله وال مخالفین وژل شوي

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي چې په ارګو ولسوالۍ کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بېدار نن ازادي راډيو ته و ویل چې تېره ورځ افغان ګډو ځواکونو په سپين ګل سیمه کې تصفیوي عملیات پيل کړي چې اوس هم روان دي.

په ورته وخت کې د کندز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر احمد معصوم هاشمي وايي، تېره ورځ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دشتي ارچي په ولسوالۍ او دکندز مرکز اړوند د ګټه خېلو او ناصریانو په سیمه کې ۱۵وسله وال طالبان وژل شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.