د امریکا ولسمشر بارک اوباما له روسیې غوښتي چې په سوریه کې د جګړې پر ځای د سولې ملاتړ وکړي.
نوموړي روسیه ننګولې او ویلې یې دي اوربند چې ګومان کېږي دې اوونۍ کې به پیل شي په سوریه کې د روسیې د نیت په اړه یوه ازموینه ده.
ولسمشر بارک اوباما همدارنګه د روسیې او سوریې د مشرانو هغه وروستۍ ارزیابي هم چلینج کړې چې فکر کوي په سوریه کې د وسله والو پر ضد مځکنۍ جګړه کټلی شي.
ولسمشر بارک اوباما پرون په کلفورنیا کې د ختیځې اسیا له سرمشریزې وروسته خبریالانو ته وویل، د روسیې په ملاتړ د بشارالاسد ځواکونو ښايي” لومړني پرمختګونه “کړي وي خو د دغه هېواد درې برخې لا هم د وسله والو په ولکه کې دي.
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي چې د روسیې او سوریې بریاوې تر ډېره د بشري ژوند په درنه بیه او د زرګونو سوریايي وګړو په بې کوره کېدو تر لاسه شوې چې ډېر یې د روسیې د بې توپیره بمباریو نتیجه ده.