ننګرهار:په اچین کې۲۰ کلي له داعش وسله والو پاک شوي

د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د اچین ولسوالۍ هغه سیمې چې د داعش له وسله والو تصفیه شوي، د سیمه ییزو پاڅون کوونکو لپاره امنیتي پوستې جوړې شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشریقوال ازادي راډيو ته وویل، په اچین ولسوالۍ کې د تصفیوي عملیاتو په نتیجه کې څه باندې۲۰ کلي د داعش له وسله والو پاک شوي دي.

د مشریقوال په خبره په دې عملیاتو کې د داعش ډلې ۴۵ غړي وژل شوي دي، خو وایي ملکي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په ننګرهار کې د داعش پر ضد عملیات له تېري اوونۍ راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له خوا پیل شوي دي.