د کندهار د ملي امنيت منسوبینو درې تنه وسله وال چې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کي يې ترهګريز فعاليتونه کول نيولي دي.
د کندهار مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دغه کسان په روانه اوونۍ کې د وسلو او مهماتو سره یو ځای د کندهار ښار په بېلا بېلو برخو کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوي.
د سرچنې په وینا نیول شویو کسانو پر خپلو کړنو اعتراف کړی.