په پروان کې دکرنیزو محصولاتو دساتنې په هدف سړخونې جوړې شوي

د افغانستان د کرنې وزارت په پروان ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې په هدف شاوخوا۳۵۰ سړخونې جوړې کړي دي.

ددغه وزارت مسوولین وایي، دا پروژه یې د جاپان په مالي مرسته عملي کړې او ورسره به کرنیز محصولات پر خپل وخت او په ښه بیه وپلورل شي.

ددغه وزارت مرستیال میر امان الدین حیدري ازادي راډیو ته وویل:

"تېر کلونه زموږ د خلکو د تولیداتو ډېره برخه د ذخېروي امکاناتو د نشتوالي له کبله یا خرابېدل او یا په ټیټه بیه پلورل کېدل. له همدې کبله وزارت دا یوه اساسي اړتیا وبلله او د خپلو کارونو په سر کې یې پر دې تمرکز وکړ چې تر۳۰۰ ډېرې لویې او وړې سړخونې جوړي کړي."

پر دې پروژې څه باندې ۹۲میلیونه افغانۍ لګول شوي دي.

دغه سړخونې تر پنځو میاشتو پورې د کرنیزو محصولاتو د ساتني وړتیا لري.