هغه درې امریکاییان چې تېره میاشت په عراق کې تښتول شوي و، خوشې شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه ددغو کسانو دخوشي کېدو هرکلی وکړ.
د سپیني ماڼۍ ویاند مارک ټونر ویلي چې دوی په عمومي ډول ددغو کسانو د خوشي کېدو په برخه کې د عراق د حکومت له هڅو څخه د زړه له کومي مننه کوي.
د دغو درېیو امریکاییانو روغتیایي حالت ښه دی او په بغداد کې د امریکا سفارت ته تسلیم شوي دي.
عراقي چارواکي وایي، دغه کسان له یوه مشکوک اپارتمان څخه تښتول شوي و، خو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
چارواکي ګمان کوي چې ددغه کار تر شا د عراق د شیعه وګړو یوه ډله لاس لري.