د تېرې یوې لسېزې راهیسې په جنګ کې د وژل شوېو ځینو کسانو پاتې شوني اثار په کابل کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
د خاطرو د صندوقونو په نوم د دغه نندارتون ګډونوال د سولې د شمعو په بلولو سره وايي چې جګړه افغانان وژني او باید عادلانه سولې ته کار وشي.
که څه هم د طالبانو رژیم له نړېدو راهیسې وژل شوي ځوانان، ماشومان، ښځې او د پاخه عمر کسان له خپلو خپلوانو لېرې شوي خو ورڅخه پاتې نښې نښانې هغه څه دي چې اوس یې هم خپلوان پرې مینه ماتوي، د هغو یادونه ورتازه کوي او ورته ژاړي.
دلته په کابل کې د بشري حقونو د سازمان یوې ادارې په تیره څه باندې یوه لسیزه کې د ځیني قربانیانو اثار راټول او په داسې حال کې یې نندارې ته وړاندې کړي چې خپل خپلوان یې ګوري او د هغوی په یاد غږیږي.
په دې ځای کې داسې یوه مور هم شته چې په جګړو او ماینونو کې یې څلور ټول زامن وژل شوي:
"دا مسلماني ده؟ دا فغانستان ده؟ که دا کفرستان ده؟ څلور زامن مې وژل شوي دي فدامحمد،امیرمحمد، نظر محمد او پرویز دا ټول لاړل زه یې پریښودم، درې شل کلن او یو پنځه لس کلن زه اوس په میدان پاتې یم یو زوی نه لرم."
ضیا ګل اوس په کور کې له یوې لور سره اوسي، هغه ګنډنه کوي او له همدې لارې د ځان او لور نفقه برابروي.
د نندارتون نور ګډونوال هم دردونکي قیصې لري، یتیم ماشومان او کونډې د وژل شوېو خپلوانو نه پاتې شوېو نښوپه لیدو بیا له غږیدو لویدلي.
زبیح الله د ډېرعمر یو بل سړی چې خپله یې هم یو لاس کار نه کوي خو د یوه زوی او یوه وراره غم لا کمزوری کړی دی.
هغه وايي چې د زړه دا ټوټې یې د دارلمان په سړک د انتحاري حملې ښکار شوي او هیله ښيي چې که د مشرانو اتفاق دا تاوتریخوالی ختم کړي:
"هره لار چې پر مخ بیایو هیڅ کولای نه شو تر هغې چې زموږ مشران تفاهم ته ونه رسیږي."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو رژیم له نسکوریدو راهیسې د هرکال په تیریدو په هېواد کې مرګ ژوبله ډيره شوي او د راپورونو له مخې دا شمېره اوس لسګونو زرو ته رسیږي.
د ملګروملتونو د راپورله مخې یوازې تېرکال په جنګ جګړو کې یوولس زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د بشري حقونو پالونکي او عام خلک دې شمېرې حیران کړي دي.
د افغانستان د بشرد حقونو او ډیموکراسی سازمان چې د ۲۰۱۱ کال راهیسې دا ډول نندراتونونه جوړوي وايي چې غواړي له دې لارې د جنګ سره د خلکو کرکه پیدا کړي.
د دې سازمان یو مسول جواد په دې باور دی چې د خلکو اتحاد او تاوتریخوالي ته نه ویل دا ستونزې او د مړو د خاطرو صندوقونه راکمولای شي.
ښاغلي جواد زیاته کړه:
"که دا لار ممکن نه ده چې د جنګ عاملین رسمي محکمو کې محاکمه شي لږترلږه د قربانیو په یاد ساتل او د قربانیانو د جنګ عاملینو سره په خپلو ذهنونو کې نفرت پیدا کول بله لار ده چې د جنګ سره کرکه پیدا کړي."
دا سازمان وايي چې هڅه کوي سولې ته د هڅونې په خاطر د جنګ د قربانیانو له اثارو یو موزیم جوړکړي ترڅو له دې لارې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسیدونکي یوه د بل له درده خبر شي.
له دې وړاندې د تیرو څلورو لسیزو د جګړو د قربانیانو په یاد چې شمېره یې لکونو کسانو ته رسیږي هم ورته پروګرامونه جوړ شوي دي.
د بشري حقونو څیړونکی حسرت وايي، که دې کار د حکومت ډیره پاملرنه نده جذب کړي خو دا ډول خاطرې کولای شي د هغو عامو خلکو په زړونو کې چې ورنه لیدنه کوي ځای او عاطفه پیدا کړي.
هغه وايي، که په هر ولایت کې که د جنګ بدې خاطرې بیان شي لېرې نه ده چې سراسري سولې ته لار هواره شي.
یوسف خان ځدراڼ