د د هکده صلح المان په نوم مرکز د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکاري هغه ماشومان چې شدید سوي او یا هم هډوکي یې ستونزه لره د درملنې لپاره جرمني ته لېږي.
د سرې میاشتې ټولنې د خپرونو او نړېوالو اړیکو رییس د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په دې پړاو کې به ۸۲ ماشومان چې د درملنې لپاره جرمني ته ولېږل شي.
پخوا هم یو شمېر افغان ماشومانو د سرې میاشتې ټولنې له خوا د دهکده صلح المان په مرسته د درملنې لپاره جرمني ته لېږل شوي وو.
د یو ناروغه او اړ افغان ماشوم درملنه او لاس نیوی کیدای شي د هغو کورنیو لپاره له هیلو ډک زیرۍ وي کوم چې د خپلو ماشومانو د درملنې وس نه لري.
د دهکده صلح المان په نوم مرکز د افغاني سرې میاشتې د ټولنې په همکارۍ د ۷۳ یم ځل لپاره، ۸۲ افغان ماشومان چې شدید سوي او یا هم هډوکي یې ستونزه لره د درملنې لپاره جرمني ته لېږي.
د سرې میاشتې ټولنې د خپرونو او نړېوالو اړیکو ریس طیب یوسفي د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دغه ماشومان له ۶۵۰ ناروغه ماشومانو له ډلې او د جرمني ډاکټرانو تر کتنې وروسته د شرایطو وړ ګڼل شوي او د چهارشنبې په ورځ به جرمنې ته ولېږل شي.
ښاغلي یوسفي زیاته کړه:
"اوس مهال موږ د ماشومانو د لېږد په ۷۳ پړاو کې یو، هغه الماني ټیم چې تېره اوونۍ د وړو ماشومانو د پېژندنې په هدف راغلی و، د ۶۵۰ ماشومانو له ډلې څخه یې په دغه شمېر ماشومان د شرایطو وړ وګڼل او د چهارشنبې په ورځ به جرمني ته ولېږل شي."
ښاغلي یوسفي وویل چې د دهکده صلح المان مرکز د افغاني سرې میاشتې د ټولنې په همکارۍ په کال کې دوه ځلي هغه ماشومان چې شدید سوي وي او یا هم د هډوکو ستونزه لري د درملنې لپاره جرمنې ته لېږي.
د معلوماتوله مخې د دغې دوه اړخیزې پروژې له پیله ۲۸ کاله تېرېږي او په دغه موده کې د ۳۳۵۰ افغان ماشومانو درملنه شوې ده.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه یوه مرستندویه ټولنه ده چې په څو وروستیو لسیزو کې یې هڅه کړې چې بهر ته د درملنې په هدف د هغو افغان ماشومانو د لېږد زمینه برابره کړي چې په پرمختللو ناروغیو اخته دي.
ویل کېږي په لسګونه افغان ماشومان چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي هم د دغې ادارې په لګښت یې په هند او پاکستان کې درملنه کېږي.
په ورته وخت کې سید مهدي د هغه ماشوم پلارچې د هډوکو ستونزه لري ازادي راډیو سره یې په خبرو کې په جرمنې کې د خپل زوی د درملنې په اړه خوښي وښوده.
ښاغلي مهدي زیاته کړه:
"خوښ یم چې زموږ ناروغه ماشومانو بیايي او درملنه یې کوي او کله چې روغ شو بېرته یې راته راولي."
اسما او نوراحمد هم جرمني ته په راونېدو د خپلې روغتیا په اړه هیلمن برېښي:
"په روغتون کې بستر وم، تر عملیات ورسته مې هډوکی تور شو، جرمني ته ځم او خوشحاله یم چې درملنه مې کېږي او بېرته راستنېږم.
-پښه مې ماته ده، له خیره المان ته ځم چې روغ شم."
په ورته وخت کې هغه افغان ماشومان چې د دهکده صلح المان له خوا د افغاني سرې میاشتې د ټولنې په همکارۍ شپږمیاشتې مخکې د درملنې لپاره جرمنې ته لېږل شوی وو راتلونکې یکشنبې به بېرته افغانستان ته راوړل شي.
دغه هڅې په داسې وخت کې کېږي چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې دننه هم په لسګونه خصوصي او دولتي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي، خو ویل کېږي چې لا دغه مرکزونه د افغانانو د روغتیايي ستونزو د اواري جوګه نه دي.
اجمل تورمان