د افغانستان بریښنا شرکت وایي چې تر راتلونکو اتو یا نهو ساعتونو پورې به له کابل ښار سره د ازبکستان وارداتي بریښنا وصل کړي.
د بغلان په ډنډ شهاب الدين سيمه کې له ازبکستانه کابل ته د وارداتي برېښنا بهير له نژدې شلو ورځو راهیسې د جګړې له امله پرې شوی و.
خو د بريښنا شرکت ډاډ ورکوي چې دا بریښنا به ډير ژر وصل کړي.