د هرات له زندانه د ١٧ ښځو په ګډون ١۳۰ بنديان خوشې شول.
د دغه ولایت د مرکزي زندان مدير عبدالله عزيزي رسنیو ته وویل چې دغه کسان د ولسمشر غني د دوو فرمانونو په اساس خوشې شوي دي.
نوموړي وویل چې د دغو بندیانو د خوشې کېدو ترڅنګ د یو شمېر نورو د بند په موده کې کموالى راغلى.
د هرات د محبس چارواکي وایي چې د ولسمشر دا فرمانونه د لوی اختر او میلاد النبي په اړه ورکړل شوي وو.
اوس مهال له درېیو زرو څخه ډير کسان د هرات په زندان کې د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي چې ۶۳ یې ښځې دي.