د ناټو یو شمېر غړیو او د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي په سوریه کې پر روغتونو او ښوونځیو پرونۍ هوایي حملې چې په لسګونو کسان په کې ووژل شول، وغندل.
ملګري ملتونه وایي، د سوریې په شمال کې لږ تر لږه په پنځو روغتیايي مرکزونو او دوو ښوونځیو کې د ماشومانو په ګډون تر۵۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون دغه حملې وغندلې او هغه یې له نړېوال قانون څخه ښکاره سرغړونې وبللې.
بانکي مون وویل، دغه حملې د سوریې د پنځه کلنې کورنۍ جګړې د هواري پرهڅو سیوری غوړوي.
که څه هم هغه د دغو حملو پړه مستقیماً پر روسیې وانه چوله خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دغه ډول اعمال د روسیې پر لیوالتیا او وړتیا چې دا هېواد به له دې سره مرسته وکړي چې پر خپلو خلکو د اسد د رژیم ظلمونو ته د پای ټکی کښېږدي، شکونه زیاتوي.
فرانسې وویل، پر یوه روغتون د قصدي بمباري دا ډول اعمال جنګي جنایت بلل کېږي او زیاته یې کړه چې د سوریې د رژیم او د هغه د ملاتړو له خوا پرروغتایي مرکزونو حملې د نه منلو دي او باید سمدستي ودرول شي.
ترکیې بیا یو ګام مخکې اخیستی او روسیه یې د دغو حملو ګرمه بللې ده.
کریملن د پخوا په څېر دغه تورونه ردکړي او هغه یې بې اساسه بللي دي.