دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ وسله وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې ۲۰ تنه وسله وال وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو د تېرو ۲۴ساعتونو په عملیاتو کې همدارنګه په بغلان او کندز کې هم وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دفاع وزارت وایي چې د بغلان په ډنډ غوري او دهنه غوري سیمو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او۱۴ نور ټپیان دي او په کندز کې بیا ۲۲ مخالفین وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت وایي چې د دغو عملیاتو پرمهال د ملي اوردو نهه سرتېري هم وژل شوي دي.

بل لورته د خوست والي حکم خان حبیبي وایي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې او د مهماتو یوه زیرمه یې کشف کړې ده.

د دولت وسله والو مخالفینو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.