د کانونو وزرات وايي، د کانونو غېر قانوني کېندنې روانې دي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې په یو شمېر ولایتونو کې د کانونو غیر قانوي کېندنې روانې دي او امنیتي مسوولین یې باید مخه ونیسي.

د دغه وزارت ویاند محی الدین نوري نن د کانونو په اړه له یوې مشورتي ناستې وروسته خبریالانو ته وویل چې د دغه کار دوام دوی ته د اندېښنې وړ موضوع ده.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تردې وړاندې د نورستان او غزني والیانو د کانونو له غیرقانوني استخراج څخه اندېښنه ښودلې او ویلي چې تر ډېره د دغو کانونو په چور او چپاول کې وسله وال مخالفین لاس لري.