په جوزجان او کاپیسا کې ۱۴طالبان وژل شوي او ۷ ټپیان دي

د جوزجان په قوش تیپې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ په جګړه کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د۲۰۹ شاهین قول اردو د لومړۍ لوا ویاند محمد رضا رضایي ازادي راډیو ته وویل چې دغه جګړه د دغه ولایت د خانقا او ترکمن اولدي په کلیو کې پرون پيل شوې او لا هم دوام لري.

ښاغلی رضایي وایي چې افغان امنیتي ځواکونو په جګړه کې پرمختګ کړی دی او دوه د ملي اردو سرتېري هم په جګړه کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.