د سوریې ولسمشر بشاراسد وايي، د داسې یوه اوربند عملي کول چې لوېدیځ یې ملاتړ کوي، ستونزمن کار دی.
د نړۍ مشرانو تېره اوونۍ د جرمني په مونشن ښار کې په یوه غونډه کې په سوریه کې د اوربند غوښتنه وکړه، خو بشاراسد تېره شپه په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، داسې یو اوربند عملاً ناممکن دی.
په همدې حال کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د سوریې له چارواکو سره د خبرو لپاره تېره شپه دمشق ته ورسېد.
سټیفن ډیميستورا سوریې ته د رسېدو پرمهال ونه غوښتل خبریالانو ته د خپل سفر په اړه ډېره څه ووايي.
تمه کېږي چې نوموړی به نن د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر ولید المعلم په ګډون له یو شمېر چارواکو سره وګوري او له هغو سره د همدې میاشتې په پای کې په ژنیو کې د سولې د خبرو د بیا پیل پر موضوع خبرې وکړي.
ډې میسټورا د روانې میاشتې په لومړیو کې د سوریې د حکومت او مخالفینو ترمنځ خبرې وروسته له هغه وځنډولې چې دمشق د روسیې په ملاتړ د رژیم د مخالفینو په مهم مرکز حلب ښار کې پراخ عملیات پیل کړل.
سټیفن ډیمیسټورا هیله څرګنده کړه چې د سوریې د کړکېچ ښکېل اړخونه به د فبروري په ۲۵مه بیا د خبرو بهیر ته ستانه شي.