قهرمان:په راتلونکو ۳میاشتو کې به له هلمنده د جګړې ټغر ټول شي

په هلمند کې د عملیاتو مسول هیلمن دی چې په راتلونکو څو میاشتو کې به په دې ولایت کې جګړه پای ومومي.

عبدالجبار قهرمان چې دا مهال په هلمند کې د ګډو افغان ځواکونو د عملیاتو مشري کوي ازادي راډیو ته وویل، په دې وروستیو اونیو کې د هلمند په جګړو کې کموالی راغلی دی.

نوموړي وویل، هڅه کوي چې مخالف وسله وال د وسلې پرځای د خبرو له لارې له جګړې لاس په سر شي.

افغان چارواکي وايي، په هلمند کې یې عملیات ښه روان دي او دغلته د مخالفو وسله والو خوځښتونه د څو اونیو مخکې په مقایسه راکم شوي دي.

هلمند له تېرو لسو کلونو راهیسې د افغانستان یو له ناامنو ولایتونو څخه دی.

خو په دې وروستیو کې د جګړو لمنه د دې ولایت تر مرکز لښکرګاه پورې ورسیده او دغلته ګڼې سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته ولویدې.

خو اوس افغان چارواکي وايي، دا مهال په درې ولسوالیو کې د وسله والو خوځښتونه ډیردي او په نورو سیمو کې په جګړو کې کمی راغلی.

عبدالجبار قهرمان د هغې اوپراتیفې ډلې مشر دی چې په هلمند کې د روان عملیات رهبري کوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال خانشین، سنګین او مارجې ولسوالۍ د ناامنو ولسوالیو څخه دي.

ښاغلي قهرمان هیلمندي وښوده چې په دې ولایت کې به د امنیت د ټینګښت لپاره روانې هڅې په نږدې راتلونکې کې د جګړې په پای ته رسیدو تمامې شي.

ښاغلي قهرمان زیاته کړه:

"زه چې وضعیت ته ګورم په مخالفو وسله والو کې دا ذهنیت رامنځته شوی چې جګړه د پردیو د ګټو لپاره ده. دوی اوس په هغه روحیه چې میاشت یا کال مخکې یې لرله نه جنګیږي. ولس هم د جګړې پرضد دی. نو داسې هیلې شته چې دې ولایت کې به جګړې د سړیدو خوا ته ولاړې شي."

جبار قهرمان وویل، یوازې جګړه د هلمند د ستونزې د هواري لار نه ده بلکې د خبرو اترو له لارې باید د دولت مخالف وسله وال د جګړې څخه لاس پر سر کیدو ته قانع کړی شي.

په هلمند کې د عملیاتو د اوپراتیفي ډلې مسول په داسې حال کې دغلته د جګړو په شدت کې د کمښت خبره کوي چې په دې وروستیو کې امریکايي چارواکو ویلي، یو شمېرامریکايي پوځیان به د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره بیرته هلمند ته واستوي.

جبار قهرمان وايي، که بهرني ځواکونه هلمند ولایت ته ورشي هم، دنده به یې یوازې افغان امنیتي ځواکونو ته سلا مشوره او لوژیستکي مرسته وي.

ښاغلي قهرمان زیاته کړه:

"دوی به افغان امنیتي ځواکونو ته سلامشوره ورکوي، تخنیکي او لوژیستیکي مرستې به ورسره کوي. په هلمند کې وضعیت دې خواته نه دی روان چې یو وار بیا په جګړه کې د نړېوالو ځواکونو برخې اخیستو ته اړتیا شي."

په دې وروستیو کې یو شمېر لویدیځو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالات د فبروري د میاشتې ترپای پورې په هلمند کې خپل سلګونه سرتیري ځای پر ځای کوي.

د امریکايي چارواکو له خولې هم ویل شوي، هغه سرتیري چې هلمند ته یې استوي، په جګړې کې به برخه نه لري او یوازې به افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي چې د طالبانو د بریدونو په وړاندې دفاع وکړي.