د سوریې په چارو کې د ملګروملتونو ځانګړی استازی له سوري چارواکو سره د خبرو اترو لپاره تېره شپه دمشق ته رسېدلی دی.
سټیفن ډیميسټورا سوریې ته د رسېدو پر مهال ونه غوښتل خبریالانو ته د خپل سفر په اړه ډېر معلومات ورکړي.
تمه کېږي چې نوموړی به نن سې شنبې د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر ولید المعلم په ګډون د یو شمېر چارواکو سره وګوري او له هغوی سره به د همدې میاشتې په پای کې په جینوا کې د سولې د خبرو د بیا پیل پر موضوع خبرې وکړي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د دې میاشتې په پیل کې د سوریې د حکومت او مخالفینو تر منځ خبرې اترې هغه مهال وځنډولې چې د سوریې حکومت د روسیې په ملاتړ د رژیم د مخالفینو په مهم مرکز حلب ښار کې پراخ عملیات پیل کړل.
خو سټیفن ډیمیسټورا هیله من دي ښودلې چې د سوریې په کړکېچ کې ښکېل لوري به د فیبروري په ۲۵مه نېټه بېرته خبرو اترو ته ستانه شي.