میدودیف: په سوریه کې مداخلې ته دوام ورکوو

د روسيي صدراعظم وايي، مسکو به تر هغې پورې په سوریه کې خپلې پوځې مداخلې ته دوام ورکړي تر څو پورې چې د سوريي ولسمشر په خپل هېواد کې سولې ته نه وي رسیدلی.

ډیمټري میدودیف دا څرګندونې له ټایمز مجلې سره په ځانګړي مرکه کې چې نن خپره شوې ده،کړي دي.

د روسيي صدراعظم د سوريي د حکومت وسله وال مخالفان غله او تروریستان بللي دي.

میدودیف ویلي په سوریه کې هغه مهال سوله ممکنه ده چې ولسمشر بشار اسد له حکومت ضد یاغیانو سره خبرو ته کښیني.
هغه ویلي د سولې پروسه باید د سوريي په سیاسي ډګر کې د ولسمشر اسد راتلونکې هم مشخص کړي.