بوسنیا په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب غوښتنلیک وړاندې کړ

بوسنیا هرزوګوینیا نن په رسمي توګه په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب غوښتنلیک وړاندې کړ.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسولې فیډریکا موګیریني وویل، سرایفو نن خپل غوښتنلیک اروپايي ټولنې ته وسپاره.

د بوسنیا هرزګوینیا صدراعظم ډینس زیوازدیچ د روانې فبروری پر لسمه نېټه ویلي چې هېواد يې په اروپايي ټولنه کې د شاملیدو لپاره ټول مخکې له مخکې وضعه شوي شرطونه پر ځای کړي دي.
نوموړي هیله څرګنده کړې ده چې هېواد به يې په ۲۰۱۷ کې د اروپايي ټولنې غړی شي.