د خېبر پښتونخوا په چهارصده کې د باچا خان پوهنتون نن د زده کوونکو پر مخ بیا پرانستل شو.
د تیرې جنورې میاشت په شلمه نېټه پر دې پوهنتون د وسله والو په حمله کې ۲۱ محصلان او ښوونکي ووژل شول.
د باچا خان د پوهنتون رئیس فضل رحیم مروت محصلانو ته په وینا کې وویل چې د دوي د امنیت لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.
د پاکستان طالبانو یوې جلا شوې ډلې پر باچاخان پوهنتون د تیرې میاشت د ډله ائیز برید مسولیت پر غاړه اخستی دی.