د روسيي رسني وايي، د شمالي قفقاز په داغستان جمهوریت کې د یوه موټر بم چاودنې په نتیجه کې د پولیسو دوه افسران وژل شوي دي.
په دې پېښه کې چې نن په ډربینټ سیمه کې شوې ده، دوه پولیس ټپیان دي.
که څه هم د چاودنې څرنګوالي روښانه نه دی خو پولیس وايي چاودنه ښايي ځانوژونکي برید وي.
داغستان له اوږدې مودي راهیسې د سخت دریځو وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو او چاودونو شاهد دی.
په دې تاوتریخوالي کې تر ډیره معتدله مسلمان مشران،خبریالان،دولتي چارواکي او پولیس په نښه کیږي.