د هلمند سیمه ییز چارواکي د وسله والو طالبانو له لوري د سنګین ولسوالۍ د سقوط خبره ردوي او وایي چې د مخالفینو ټول تحرکات د افغان امنیتي ځواکونو له خوا مهار شوي دي.
د هلمند والي میرزاخان رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو د سنګین سقوط ته له بېلابېلو تاکتیکونو کار واخیست، خو نتیجه یې ورنه کړه.
ښاغلی رحیمي وایي چې اوس د وسله والو طالبانو په وړاندې پوځي عملیات په سنګین او ګرشک کې روان دي.
نوموړي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې په دغو عملیاتو کې عامو وګړو ته زیان ونه رسیږي.