د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د افغان ولسمشر فوق العاده استازی احمد ضیا مسعود وایي، هغه ډلې چې سولې ته ژمنې نه دي هغوي به وځپل شي.
احمد ضیا مسعود شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کې نن د بغلان اوسیدونکو ته په وینا کې وویل چې ترورستي ډلې هیڅ قوم او مذهب پوري تړاو نه لري.
ښاغلي مسعود تردې وړاندې هم د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره د خلکو او په خاصه توګه د مجاهدینو پر بسیج کېدو او یووالي ټینګار کړی.
نوموړي همدانګه ویلي چې له امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ لپاره په ټولو ولایتونو کې باید د مقاومت شوراګانې جوړې شي.