د امريکا جمهوريت غوښتونکي سناتور جان مککين ويلي، دى کېداى شي هغه لس تنه امريکايي بېړۍ چلوونکي يا ماڼوګان احضار کړي چې د ايران له خوا د لنډې مودې لپاره نيول شوي وو.
مککين ويلي دى غواړي د هغې پېښې په اړه له دغو کسانو پوښتنې-ګروېږنې وکړي.
مککين وويل، که چېرې د اوباما اداره د مارچ تر اولې نېټې د دې پېښې د تحقيقاتو په اړه معلومات وړاندې نه کړى، دى به د دغو کسانو د احضارولو اقدام وکړي.
مککين چې د امريکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې مشري هم کوي، پرون ناوخته د جرمني د مونشن تر امنيتي کنفرانس وروسته امريکا ته تر روانېدو مخکې وويل، دا د اوباما د ادارې لپاره يو انتخاب دى.
دغه امريکايي بېړۍ چلوونکي يا ماڼوګان تېره مياشت د ايران اوبو ته د دوى د ګزمو د دوو کښتيو تر اوښتو وروسته د ايران د سپاه پاسداران انقلاب له خوا ونيول شول.
امريکايي چارواکي وايي دغه کسان په لارښوده نقشه کې د غلطۍ له کبله د ايران اوبو ته داخل شوي وو.
وروسته له هغې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري له خپل ايراني سيال جواد ظريف سره په دې باب خبرې وکړې، دغه امريکايان په بله ورځ خوشې شول.