ترکیه به خپلو حملو ته په سوریه کې د کرد جنګیالیو پرضد دوام ورکړي

ترکیه وايي، د سوریې د اوربند د موافقې له مخې په سوریه کې د کرد جنګیالیو پرضد د عملیاتو د بندولو لپاره له نړېوالو فشارونو سره سره به خپل دې کار ته دوام ورکړي.

د ترکیې صدراعظم احمدداود اوغلو پرون د جرمني صدراعظمې انګېلا میرکل ته وویل، انقره به د خلکو د ملاتړ د قطعو په نوم د وسله والو ځپلو ته دوام ورکړي.

ترکیه دې ډلې ته د کردستان د کارګرانو د ګوند یا پي کې کې د همکارې ډلې په سترګه ګوري.

د ترکیې پوځ پرون د دوهمې ورځې لپاره د کردي وسله والو پر مرکزونو د توپ مرمۍ واورولې.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی وايي، په دې حملو کې د سوریې د ډیموکرات ځواک د ډلې دوه جنګیالي وژل شوي دي.

پرون له دې مخکې فرانسې هم له انقرې څخه غوښتنه وکړه چې په سوریه کې د کردانو پر اهدافو حملې بندې کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په سوریه کې د اوربند له موافقې سره سم ټول پوځي عملیات باید سمدستي بند شي.