جان مککین په سوریه کې د اوربند پر وروستۍ موافقه انتقاد کړی

یوه مخکښ امریکايي سناتور په سوریه کې د اوربند پر وروستۍ موافقه انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا هغه ديپلوماسي ده چې د روسیې له پوځي یرغل سره مرسته کوي.

جمهوري غوښتونکي سناتور جان مککین دا څرګندونې د جرمني په مونشن ښار کې په یوه نړیوال کنفرانس کې وکړې.

د جمعې په ورځ په همدې ښار کې د په سوریې د اوربند موافقه لاسلیک شوه. مککین پرون د مونشن امنیتي کنفرانس د وروستۍ ورځې غونډې ته په وینا کې وویل:

"راځئ چې د دې موافقې د نتایجو په اړه سپینې خبرې وکړو. دا موافقه اجازه ورکوي چې پر حلب ښار عملیات یوه بله اوونۍ هم دوام وکړي او د بشاراسد د رژیم له مخالفو ډلو څخه غواړي چې جګړه بنده کړي خو روسیې ته اجازه ورکوي چې پر تروریستانو بمباري وکړي او روسیه ټول تروریستان بولي حتي ملکيان."

مککین زیاته کړه، ولسمشر پوتین غواړي د اسد رژیم پیاوړی او روسیه په منځني ختیځ کې د یوازیني لوی قدرت په توګه مطرح کړي.