ننګرهار: په اچین کې داعش ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولایت چارواکي په اچین ولسوالۍ کې داعش ډلې ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو درېیو ورځو راهیسې د اچین ولسوالۍ په دهِ سرک نومې سيمه کې ګډو ځواکونو د داعش وسله والې ډلې پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شیرزاد ازادي راډيو ته وویل چې په دې عملیاتو کې تر دې مهاله پينځه ویشت داعشي وسله وال وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

نوموړی زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې د اچین ولسوالۍ اتلس کلي د داعش له وسله والو څخه تصفیه شوي دي.

ښاغلي شیرزاد همدا راز یادونه وکړه چې دا عملیات به ترهغه دوام وکړي چې د دې ولسوالۍ نورې سیمې هم د داعش له وسله والو پاکې شي.