د اوکراين په ختيځ کې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه پراخه شوې ده.
د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان يوه چارواکي ازادي راډيو ته وويل چې په سيمه کې بشري وضعيت کړکېچن دى.
د دغه سازمان سرمنشي لامبرتو زانير پرون وويل: جنګياليو درنې وسلې د جګړې لومړۍ کرښې ته نژدې لېږدولي او بېلتون غوښتونکي په ځانګړي ډول د شپې له خوا پوځي فعاليتونه او تمرينونه کوي.
لامبرتو زانير د مونشنامنيتي کنفرانس په څنډه کې ازادي راډيو ته په مرکه کې وويل، اوربند هغسې چې تمه کېده نه رعايتېږي:
"له بده مرغه لا هم فعاله شخړه روانه ده، اوربند هغسې چې موږ تمه درلوده نه مراعتېږي. موږ ځيني درنې وسلې ليدلي چې د مينسک موافقې بر خلاف لومړۍ کرښې ته نژدې لېږدول شوي. موږ روان پوځي فعاليتونه، په ځانګړې توګه د بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې سيمو کې د شپې له خوا پراخ پوځي تمرينات ګورو. هلته ډېر تحرکات شته چې د اندېښنې وړ موضوع ده."
د مونشن په امنيتي کنفرانس کې روسيې پر کييف او لوېديځ تور پوری کړ چې د اوکراين په ختيځ کې د روانې جګړې اور ته لمن وهي.
دغه جګړه د تمې خلاف نژدې دوو کلونو ته غزېدلې او په نتيجه کې يې د ٢٠١٤م کال له اپرېل راهيسې څه باندې ٩زره کسان وژل شوي دي.