حکومت:د پخواني شوروي ځواکونو وتل دي په غونډو ونمانځل شي

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له ټولو والیانو غوښتي چې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو ورځ چې د دلوې له ۲۶ سره سمون خوري په شاندارو غونډو او مراسمو سره ونمانځي.

د دغې ادارې له خوا نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا کار به د جهاد د هغو کسانو روح ته د درناوی وي چې د هېواد د ازادي لپاره یې ځانونه قربان کړي دي.

سبا دوشنبه د دلوې۲۶ مه نېټه ده چې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو له ۲۷مې کلیزې سره برابره ده.