امریکا او روسیې د ډیپلوماټیکو هڅو پر تېزولو موافقه وکړه

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د هغه امريکايي سيال بارک اوباما د ګډو ډيپلوماتيکو هڅو پر تېزولو موافقه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د مونشن په امنيتي کنفرانس کې د سوريې د شخړې د حل پر لارو چارو سلا وشوه.

د کرملين د اعلاميې له مخې دواړو مشرانو نن په دې اړه ټليفوني خبرې وکړې.

اعلاميه زياتوي چې پوتين له اوباما سره په خبرو کې د نړيوال ټرورېزم پرخلاف د يوې نړيوالې متحدې جبهې د جوړولو پر اړتيا ټينګار وکړ.

راپورونه وايي پوتين ويلي چې په بريا سره د داعش او نورو تروريستي ډلو د ځپلو لپاره د امريکا او روسيې د پوځي چارواکو ترمنځ نېږدې اړيکو ته اړتيا ده.

په اعلاميه کې راغلي، پوتين هيله څرګنده کړې چې د مينسک د پروسې له مخې به د کييف او روس- پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ د شخړې کمولو لپاره په اوکراين کې چارواکي، خپل تعهدات په بېړه پرځاى کړي.

لوېديځو هېوادونو پر روسيې تور پورې کړى چې په سوريه کې يې هوايي حملو او د ولسمشر بشارالاسد له حکومت نه يې ملاتړ د امنيتي وضعيت د خرابوالي سبب شوى دى.