یوناما: ۲۰۱۵ م کال د تېرو ۷ کلونو په پر تله خونړی کال و

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت وایي چې ۲۰۱۵ میلادي کال ملکیانو ته د تېرو ۷ کلونو په پرتله خونړی کال و.

د یوناما په راپور کې چې نن خپور شو راغلي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې څه باندې۱۱ زره ملکیان ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هایسم د دغه راپور د خپرېدو پرمهال وویل چې د ۲۰۱۵ میلادي کال ملکي تلفات د ۲۰۱۴ میلادي کال په پرتله څلور سلنه لوړ دي.

"په دغه رپوټ کې له تر ټولو مهمې موندنې دا دي چې په ۲۰۱۵میلادي کال کې یولس زره او دوه کسان ملکي افغانانو ته تلفات اوښتې دي چې دا د ۲۰۱۴میلادي کال په پرتله څلور سلنه زیاتوالی ښي."

هایسم دې خبري غونډه کې ملکیانو ته اوښتي تلفات د نه منلو وړ وبلل.

د ملګرو ملتونو سازمان په راپور کې راغلي چې د وژل شویو او ټپیانو ۲۵ سلنه ماشومان او۱۰سلنه ښځې جوړه وي.