کندهار:یو زنداني طالب چې دتېښتې هڅه یې کول بېرته نیول شوی

د کندهار امنیتي چارواکي وايي هغه طالب بېرته نیول شوی چې له زندان څخه یې د تېښتې هڅه کوله.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني نن ازادي راډيو ته وویل، تورجان چې د ۷ پولیسو په وژنه تورن دی غوښتل یې چې د ښځو په جامو کې له زندان څخه وتښتي، خو پولیسو یې مخه ونیوله.

ښاغلي دراني زیاته کړه نوموړی نېږدې درې میاشتې وړاندې نیول شوی و او له ښځینه پیوازانو سره یو ځای یې غوښتل چې له زندان څخه ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې یو کال وړاندې هم پنځه تنه زندانیان د کندهار له زندان څخه د پيوازانو په لیکو کې له زندان څخه تښتېدلي و.