له ښځو سره د تاوتریخوالي د څېړنې تحقیقاتي مرکز جوړیږي

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، په پام کې لري چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د څېړنې په هدف یو تحقیقاتي مرکز جوړ کړي.

د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري نن په یوه خبري غونډه کې له نورو حکومتي چارواکو وغوښتل چې له ښځو سره په کړیو ژمنو باید بشپړعمل وکړي.

په غونډه کې د ښځو فعالینو وویل له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښو ته رسېده ګي ځکه مهمه ده چې له ښځو سره د تاوتریخوالي اکثره پېښې نه څېړل کېږي.

دوی د بېلګې په توګه د فرخندې د وژلو قضیه یاده کړه چې نېږدې کال یې پوره شو، خو تراوسه نه ده نهایي شوې.