د کندز نوې ټاکل شوي والي اسدالله عمرخېل په دغه ولایت کې د امنیت د تامین ډاډ ورکړ.
اسدالله عمرخیل نن د خپلې دندې په لومړۍ ورځ له خلکو وغوښتل چې د امنیت په ټینګښت کې له حکومت سره مرسته وکړي.
کندز له تېرو څلور میاشتو راهیسې د سرپرست والي له خوا اداره کېده.
اسدالله عمرخېل پخوانی جهادي قوماندان و او له دې وړاندې یې د کندز ولایت د سولې د شورا د رییس په توګه دنده ترسره کوله.
کندز د افغانستان د شمال له ناامنه ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې څلور میاشتې وړاندې یې ښار د لنډې مودې لپاره وسله والو طالبانو ترخپل کنترول لاندې راوست او اوس هم ورکې امنیت د ډاډ وړ نه دی.