د فاریاب مرکز میمنې او ۴ ولسوالیو ته د برېښنا جریان پرې شوی

چارواکي وايي چې د فارياب ولايت د مرکز ميمنې او څلورو ولسواليو د برېښنا جريان پرې شوى دى.

د فارياب د برېښنا ریيس سيد عبدالحميد وويل، دولت ضد وسله والو د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په ګور-زاد سيمه کې د برېښنا يوه پايه ويشتلې ده.

په سيمه کې د ازادي راډيو خبريال وايي، د ملا نورالحق په نوم د طالبانو يوه قوماندان د جمعې په ورځ خبردارى ورکړى و، که حکومت د دوى تر ولکې لاندې سيمې ته د تېلو انتقال ته اجازه ورنه کړي، دوى به د برېښنا پر ستنو يا پايو حملې وکړي.