د هلمند امنیتي چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو په دوو جلا حملو کې شپږ افغان پوځيان وژل شوي دي.
دا خبره رسنيو ته د هلمند امنيه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ کړې ده.
خو د پوليسو د ٥٠٥ زون قوماندان پاسوال عصمت الله دولتزي ازادي راډيو ته وويل چې سخت دريځو وسله والو په منفجره موادو له ډکو موټرو په استفادې په سنګين ولسوالۍ کې پر يوه پوسته حمله کړې ده:
"د ملي اردو د غلا شوي موټر په مرسته چې موټربم ځنې جوړ شوى و، په سنګين ولسوالۍ کې حمله شوې، چې ځينې تلفات او زيانونه يې اړولي دي."
ويل شوي چې په دې حمله کې اووه پوليس ټپيان شوي دي.
ښاغلي دولتزي وويل چې د جګړې په نتيجه کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دقيق شمېر یې معلوم نه دى.