د جرمني په امنيتي کنفرانس کې پر روسيې فشار راوستل شو.
لوېديځ چارواکو په اوکراين کې د روسيې پر لاسوهنې او په سوريه کې د روسيې پر جنګي مبارزې انتقاد وکړ.
د ناټو سرمنشي ينس سټول-ټنبرګ دا د روسيې له خوا د اټمي قدرت يوه ننداره وبلله هغه يې وغندله او خطرناک اقدام يې وباله.
په ځواب کې د روسيې صدراعظم ديميتري مدوېديف لوېديځ تورن کړ چې هڅه کوي روسيه مهار کړي.
ده وويل ناټو يوې نوې سړې جګړې ته لمن وهي.
د روسيې صدراعظم ويلي، که امريکا او اروپا له نېږدې له مسکو سره همکاري ونه کړاى شي، د ځمکې کُره به د اسلامي خلافت لاس ته ورشي، يا به له درېيمې نړېوالې جګړې سره مخامخ شي.
دا خبرې په يوه ورځ د مونشن امنيتي کنفرانس پر مهال شوي دي.
د نړۍ رهبرانو په دې کنفرانس کې د سوريې پر روانې جګړې، د کډوالۍ پر بحران او د سرحدونو د بيا تثبيت پر مساله هم خبرې وکړې.