راپورونه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو له قوله وایي چې ترکیه او سعودي عربستان به ښایې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې ځمکني عملیات پیل کړي.
د ترکيې رسنیو د راپورونو له مخې چاووش اوغلو ویلي چې سعودي عربستان چمتو دی د ترکیې یوې پوځي اډي ته خپلې جېټ الوتکې او ځواکونه واستوي.
د یني سفاک «Yeni Safak» په نوم یوې حکومت پلوې ورځپاڼي د چاوش اوغلو له قوله دغه خبره کړې ده او وايي چې نوموړي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
سعودي عربستان په دې وروستیو اوونیو کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې هوایي عملیاتو کې خپل ګډون له سره پیل کړی دی او دا اقدام یې د واشنګټن له خوا ستایل شوی دی.
ترکیه او سعودي عربستان دواړه د سوریې د پنځه کلنې جګړې د ختمولو لپاره د سوریې د ولسمشر بشارالاسد لیرې کیدل اړین بولي. دغه دواړه هېوادونه په کلکه د سوریې له رژیم څخه د ایران او روسیې پر ملاتړ انتقاد کوي.