د قزاقستان په ابوظبي پلازا کې اور لګېدلی

د قزاقستان په آستانه ښار کې په هغې تر کار لاندي سیمه کې اور لګېدلی چې د منځني آسیا تر ټولو لوړه ودانۍ په کې جوړېږي.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت وایي دا اور لګېدنه له نن سهار وختي څخه د دې ودانۍ د ۱۱ او ۱۲ پوړ تر منځ ساحه کې پیل شوې ده او اور وژونکو یې د کابو کولو لپاره شپږ ساعته ولګول.

دغه ودانۍ چې ابوظبي پلازا نومېږي، د عربي متحده اماراتو د یوه ډیزاینر له خوا جوړېږي.

په دې سیمه کې ۱۵۰ کارګر په کار بوخت وو چې د چارواکو په خبره څوک په کې مړ یا ټپي شوی نه دی.

ټاکل شوې دغه ودانۍ د روان کال تر پایه بشپړه شي.