"د روسیې او ناټو اړیکې د یوې نوې سړې جګړې پړاو ته ننوتي"

د روسیې صدراعظم دېمېتري مېدوېدېف په یوې امنیتي غونډه کې د درېیمې نړیوالې جګړې او نړیوال اسلامي خلافت د ګواښ په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي په اوکرایین او سوریه کې د روسیې د اقداماتو په اړه د انتقادونو په ځواب کې دا خبره کړې ده او لوېدیځ یې د یو شمېر سیمه ییزو او نړیوالو ستونزو په راپورته کولو تورن کړ.

مېدوېدېف پر لوېدیځ تور ولګاوه چې د مسکو په وړاندي یې د محدودولو یوه خطرناکه تګلاره پیل کړې ده. ده خبرداری ورکړی ترڅو چې د لوېدیځ او مسکو تر منځ همکاري نه وي د سوریې د جګړې او د اسلامپالو تندلارو له اړخه ګواښونه به لا ډېر شي.

دی وایې د دې تګلارې خطر په دې کې دی چې تر نورو ۱۰ یا ۲۰ کلونو به روسیه او لوېدیځ په همدې ورته موضوعاتو خبرې کوي.

مېدوېدېف دا هم ویلي چې که د خبرو لپاره هر څه وي، خو د نړیوال خلافت په اړه مذاکرات به ونه منل شي.

دغه روسي مقام د مونشن په غونډه کې ویلي چې د روسیې او ناټو اړیکې د یوې نوې سړې جګړې پړاو ته ننوتي دي.

هغه د درېیمې نړیوالې جګړې په اړه د لا نور وضاحت لپاره وپوښتل چې:

"د دې د پوهېدو لپاره چې موږ اوس په خپلو کې د شخړو پر ځای همکارۍ ته اړتیا لرو، آیا په رښتیا موږ د درېیم ځل لپاره د نړۍ ټکان ورکولو ته اړتیا لرو؟"