جواد ظریف: موږ باید بدل شو او ایران دغه بدلون ته چمتو دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې فیدریکا موګرېني د منځني ختیځ هېوادونو تر منځ د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

دوی تېره ورځ په جرمني کې د مونشن نړیوال امنیتي کنفرانس تر څنګ په یوې خبرې غونډه کې دا خبره وکړه.

موګرېني وویل:

"زه په دې باور یم چې د سیمې غونډ فعال اړخونه وروسته له یوې مودې همکارۍ څخه ګټه اخیستلی شي او د دغو سیمو د جوړښت له مخې مخالفتونه او بې ځایه سیالۍ ګټه نه کوي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا ټینګار وکړ چې موږ باید بدل شو او زه تاسو ته ډاډ درکوم چې ایران دغه بدلون ته چمتو دی.

د سوریې او یمن د شخړو پر سر د ایران او سعودي عربستان اړیکي ترینګلې شوي دي.