د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې یوه په ځان ډاډه روسیه کولای شي اروپا بې ثباته کړي او دا چې د خپل اټمي ځواک په اړه له څرګندونو او دریځ څخه د روسیې هدف دا دی چې په خپلو ګاونډیانو کې وېره خپره کړي او بې باوري رامنځته کړي.
سټولټنبرګ نن په مونشن کې امنیتي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې ناټو له روسیې سره شخړه یا نوې سړه جګړه نه غواړي، بلکې وایي د ناټو ځواب باید مضبوط وي.
دی وایي په ختیځو هېوادونو کې د دفاعي چارو له پیاوړتیا څخه د ناټو هدف یوازې دفاع ده او دا چې ناټو نه غواړي جګړو ته لمن ووهي بلکې غواړي د جګړو مخه ونیسي.
د ناټو سرمنشي وویل چې په جولای میاشت کې په وارسا کې د ناټو له سرمشریزي څخه په دفاعي چارو کې د لانورو اقداماتو هیله لري.
نوموړي د لانورو دفاعي اقداماتو او له روسیې سره د نورو مذاکراتو غږ وکړ.
سټولټنبرګ د روسیې د اټمي ځواک د پیاوړتیا لپاره د نورو سرچینو له کبله اندېښنه وښوده او ویې ویل چې هېڅ څوک باید په معمولي جګړو کې د اټمي وسلو پر کارونې فکر ونه کړي.