د هند د بهرنیو چارو وزارت په هغه هېواد کې د امریکا سفیر احضار کړی او د واشنګټن د هغې پرېکړې په اړه یې خپل اعتراض ښودلی چې پر پاکستان یې د ۸ اف ۱۶ ډوله جنګي جېټ الوتکو پلورل منلي دي.
امریکا نن منلې چې دغه الوتکي به له رادار او نورو تجهیزاتو سره پر پاکستان وپلوري.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وېکاس سواراپ وړاندې په خپله ټوېټر پاڼه کې ویلي و چې د پاکستان سیمه ییز سیال هند د دې کار څخه ناهیلی شوی دی.
نوموړي ویلي:
"موږ له دې منطق سره موافق نه یو چې د دغه ډول وسلو ورکړه به له پاکستان سره د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي."
د امریکا د دفاعي او امنیتي همکاریو ادارې چې په بهر کې د وسلو د پلورلو دغه ډول چارې تنظیموي، ویلي چې کانګرس ته یې د دې پلان شوي کار په اړه چې ۶۹۹ میلیونه ډالره ارزښت لري، ویلي و.
دغه اداره وایي دا کار کولای شي په جنوبي اسیا کې د دوی د یوه ستراتېژیک متحد امنیت ښه کړي.
د دې ادارې په خبره له دغو الوتکو سره به هم د پاکستان هوایي ځواک وکولای شي چې د شپې او هم په هر ډول هوا کې عملیات وکړي او هم به د افراطیت او ترورېزم پر ضد مبارزې په برخه کې د پاکستان وړتیا ډېره کړي.