په هلمند کې انتحاري حملې ۵ افغان پوځيان وژلي

د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې په یوې انتحاري حمله کې څلور پولیس او د ملي اردو یو سرتېری وژل شوي او ۷ تنه ټپیان دي.

د هلمند امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ نن ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو دا حمله د یوه پوځي موټر په وسیله ترسره کړې ده.

د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسؤل ډګروال ځاځي ازادي راډیو ته وویل چې د حمله کوونکو شمېر پنځه تنه وو چې یوه یې موټر بم ته چاودنه ورکړه او نور یې مرکز ته له ننوتلو مخکې وژل شوي دي.

طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی دی.