د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د داعش هغه هڅې چې غوښتل یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ځان ته مرکزونه جوړ کړي، د امنیتي ځواکونو له خوا شنډه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن په یوې خبري غوڼده کې وویل چې اوس هم افغان ځواکونو د داعش د ځپلو لپاره د هېواد په مختلیفو سیمو کې عملیات کوي.
له دې وړاندې افغان ولسمشر د جرمني د مونشن امنیتي غونډې کې ویلي و، د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې ته په دې وروستیو کې درانه تلفات اوښتي او دا مهال یې غړي په تېښته کې دي.