مستغني:د فضل الله وحیدي د موندلو لپاره پاکستان سره اړیکه نیول شوې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د سید فضل الله وحیدي د موندلو لپاره یې له پاکستاني چارواکو سره اړیکې نیولې دي.

ددغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني لوري ورته بشپړ ډاډ ورکړی چې په دې اړه به جدي اقدامات کوي.

وحیدي تېره ورځ په اسلام اباد کې لادرکه شوی دی.

فضل الله وحیدي چې د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې د کونړ او ورپسې د هرات والي و د ولسمشر اشرف غني د واک په لومړیو کې هم د څه مودې لپاره د هرات د سرپرست والي په توګه دنده ترسره کوله.