په هلمند کې د ملي اردو پر مرکز د ډله ییز برید مخه نیول شوې

د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې په سنګین ولسوالۍ کې یې د ملي اردو پر یوه مرکز د وسله والو مخالفینو د ډله ییزې حملې مخنیوی کړی دی.

د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال ځاځي ازادي راډیو ته وویل چې د حمله کوونکو شمېر پنځه تنه وو چې یوه یې پر ځان پورې چاودېدونکي مواد چوولي او نور یې مرکز ته له ننوتو مخکې وژل شوي دي.

د ځاځي په خبره په دې پېښه کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپی دی.

طالبانو د حملې مسوولیت منلی او ملي اردو ته یې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

بل لورته د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دولت ۲۴ مخالف وسله وال وژل شوي او ۱۷نورپپيان شوي دي.