د هرات پخوانی والي سید فضل الله وحیدي په پاکستان کې برمته شوی

راپورونه وايي چې د هرات ولایت پخوانی والي سید فضل الله وحیدي پرون جمعه په اسلام اباد کې نا څرګندو وسله والو تښتولی دی.

د سینهوا خبري اژانس د پاکستاني پولیسو او اسلام اباد کې د افغان سفارت د سرچینو له خولې وايي چې وحیدي د خپلې کورنۍ سره اسلام اباد ته د بریتانیا د ویزو د تر لاسه کولو لپاره تللی و.

د افغان سفارت سرچینو رسنیو ته ویلي چې دوی دا قضیه د پولیسو سره ثبت کړې ده.

پولیسو ویلي چې وحیدي د اسلام اباد په فیز۷ سیمه کې یوه هوټل کې اوسېده او د خپل یو ۱۲ کلن لمسي سره نېږدې رسټورانټ ته تللی و چې د نا څرګنده کسانو له خوا وتښتول شو.

تر اوسه پورې چا د نوموړي د تښتولو مسولیت نه دی منلی.

فضل الله وحیدي چې د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې د کونړ او ورپسې د هرات والي و د ولسمشر اشرف غني د واک په لومړیو کې هم د څه مودې لپاره د هرات د سرپرست والي په توګه دنده ترسره کوله.