کابلوف: دا مهال د افغان سولې د خبرو د پیل امکان نه وینم

د افغانستان او مرکزي اسیا لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، دا مهال د افغانستان د سولې د خبرو د پیل هېڅ امکان نه ویني.

ضمیر کابلوف د اینټر فاکس خبري اژانس ته ویلي دي، کېدای شي د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د ۲۰۱۶ میلادي کال په منې کې د خبرو اترو د پیل په اړه یو څه وویل شي، خو د ده په وینا په نېږدې راتلونکې کې باور نه لري چې دا خبرې اترې به پیل شي.

بل پلو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې د فیبرورۍ د میاشتې تر پای پورې به له وسله والو طالبانو سره د حکومتي استازو د مخامخ خبرو د پیل نېټه وټاکل شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم وايي، دوی هیله من دي چې په نېږدې راتلونکې به له وسله والو طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پیل شي.